د اوچا راپور ته د روغتیا وزارت غبرګون: روغتیايي سیسټم پرځان بسیا کېدونکی دی

د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل وايي روغتیايي سیسټم تر ډېره پر ځان بسیا شوی دی.

ښاغلي امرخیل طلوع‌نیوز ته و ویل، ډېری خدمتونه د کورنۍ بودیجې پر مټ ترسره کیږي.

هغه زیاته کړه: «الحمدلله روغتیايي سیسټم له وړاندې خودکفایۍ لور ته تللی دی، د کورنۍ بودیجې پر مټ لا زیات خدمات ترسره کیږي، تشکیل زیات شوی، اکثره مراکز خپله امارت اوس تمویلوي، لا هڅه کوو چې خودکفا شو، خو اړینه ده چې د ښو خدماتو لپاره او ساري ناروغیو د کنټرول لپاره لا نړیواله همغږي او همکاري ولرو.»

د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د راپور په غبرګون کې کړې دي.

د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په تېرو درېیو کلونو د بشرپالو مرستو اړوند راپور خپور کړی دی.

راپور کې راغلي وو چې وچکالي، د اقلیم بدلون، د بانکوالۍ ګډوډ سیسټم او نورو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې روغتیايي سیسټم هم له سقوط سره مخ شي.

راپور کاږي: «دا حالت د جدي اقتصادي زوال له امله رامنځته شوی، چې د بانکدارۍ سکټور ګډوډۍ، د دوه اړخیزې پراختیایي همکارۍ ناڅاپي درېدلو، د خوراکي توکو د کمښت او فقر د زیاتېدو، د تېرو ۳۰ کلونو تر ټولو بدې وچکالۍ او د عامې روغتیا سیسټم د احتمالي سقوط له امله رامنځته شوی دی.»

په دغه راپور کې راغلي چې په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د اسلامي امارت له راتګ وروسته له افغانستان سره میلیونونه ډالره مرسته شوې ده.

راپور زیاته کړې چې دغه مرسته په ۲۰۲۲ کال کې ډېره لوړه شوې وه.

راپور کاږي: »د ۲۰۲۱ د اګسټ له ۱۵ راهیسې د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته، افغانستان شاوخوا ۶.۷ میلیارد ډالر د بشري مرستو په توګه ترلاسه کړي، چې د دغو مرستو کچه په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ۳.۳ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه. دا مرستې په هغه وخت کې شوي چې د مخکې پرتله د بشري اړتیاو کچه لوړه شوې وه او په ۲۰۲۳ کال کې یې بې‌ساري کچه ۲۹.۲ میلیونو خلکو ته ورسېده.»

په دغه راپور کې د ښځو حقونو پر مراعتولو هم ټينګار شوی دی.