نامعلومه وسله والو د پکتیکا د یوې کورنۍ څلور غړي وژلي

تېره ورځ د ماسپښين په دوو بجو نامعلومه وسله والو د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ په ميامي کلي کې د ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ څلور غړي وژلي او يو تن ټپي شوی دیږ

له پېښې وروسته، وسله وال له سيمې څخه په تېښته بریالي شوي دي.

دا په تېرو دوو مياشتو کې څلورمه پېښه ده، چې په کورونو خلک ورځي، وژنې کوي او له سيمې څخه تښتي.