د خیبر پښتونخوا په کورمه کې له تېرو شاوخوا لسو ورځو (لېندۍ۴مې/نومبر ۲۴مې) راهیسې د ځايي شیعهګانو او سنیانو ترمنځ تاوتریخوالی لا هم روان دی.
په شاوخوا لس ورځې مخکې پیل شوي دغه تاوتریخوالي کې تر اوسه تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۵۰ نور ژوبل دي.
د بيبيسي اردو خبریال عزیز الله خان د معلوماتو له مخې، د تېرې پنجشنبې پر ورځ بیا د کورمې شیعه او سني وګړو ترمنځ د نښتو او پکې د مرګ ژوبلې رپوټونه ورکړل شوي.
تر اوسه د درو کسانو د وژل کېدو پخلی شوی چې د 'صدې' سیمې مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
له صدې ډاکټر رحیم ویلي چې د پنجشنبې پر ورځ د شخړو په ترڅ کې د وژل شویو درې کسانو مړي دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.
د اوربند هوکړه
د خیبر پښتونخوا حکومت د اطلاعاتو سلاکار برېسټر محمد علي سیف تېره یکشنبه (لېندۍ۴مه/نومبر ۲۴مه) ویلي وو چې په کورمه کې د دې تاوتریخوالي له کبله د نږدې ۷۵ کسانو له وژل کېدو وروسته دواړه لوري د مړیو او یرغمل شویو کسانو پر تبادلې اووه ورځني اوربند باندې هوکړې ته رسېدلي دي.
خو داسې ښکاري چې اوربند سم نه دی عملي شوی.
که څه هم د ښکېلو لوریو تر منځ د "امن جرګې" په ترڅ کې د اوربند هوکړه شوې وه او حکومت څلور ورځې مخکې د اوربند له اعلان سره ویلي وو چې د پرېکړې له مخې به دواړه غاړې یرغمل کسان خوشي کوي او هر لوری به خپل مړي خپلو سيمو ته ورسره یو وړلی شي.
تر دغو مذاکراتو وروسته اوس یوازې تر دې کچې اوربند پلی شوی چې یرغمل کسان خوشي شوي او دواړو لورو خپل مړي خپلو سیمو ته وړي دي خو پر یوه بل د بریدونو لړۍ یې لا هم نه ده درولې.
په سیمه کې ټیلیفوني شبکې او انټرنټ پرې دی، د ژوند ډېرۍ چارې په ټپه درېدلې او له جګړه ځپلو سیمو خلک نورو خوندي ځایونو ته کډه شوي دي.
تاوتریخوالی کله او ولې پیل شو؟
د یادولو ده چې د روان تاوتریخوالي لړۍ هله پيل شوه چې د پنجشنبې په ورځ (لیندۍ ۱/نومبر ۲۱مه) په بګن او اوچت سیمو کې د ۲۰۰ ګاډو پر یوه کاروان وسلهوالو برید وکړ چې تر ډېره دغه وژل شوي او ژوبلېدلي شیعهګان او د پاړه چنار اوسېدونکي وو.
په ورپسې ورځ (جمعه) د وژل شوو کسانو له جنازو سره په پاړهچنار کې مظاهرې وشوې او ترې وروسته د اړودوړ پېښې رامنځته شوې.
د کورمې پولیسو یوه چارواکي بيبيسي ته وویل، د وژل شویو کسانو له تدفین وروسته د جمعې په ماښام له علیزیو سیمې چې اکثریت وګړي یې شیعهګان دي، لښکر وتلی او په کوزه کورمه کې درې ځایه د دواړو لوریو تر منځ سختې نښتې شوې چې درنې وسلې هم پکې کارول شوې.
د ځايي پولیسو یوه افسر جاوېد مسېد د بيبيسي خبریالې فرحت جاوېد ته وویل، لښکروالو په بګن سیمه کې یو شمېر کورونو او د سیمې بازار کې دوکانونو او پټرول پمپونو ته اور ورته کړ.
د کورمې پولیسو په وینا، په بګن بازار کې د توري قبايلي لښکر او ځايي قبایلو تر منځ سخته نښته وشوه او د دې تر څنګ مقبل او کنج علیزی او د صدې په خوار کلي او بالېشخېلو کې د سنیانو او شیعه ګانو ترمنځ نښتې وشوې.
د رپوټونو له مخې، ۳۲ تنه په دغو شخړو کې ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.
د بګن ځايي خلک اوس وايي چې هلته ټول کلي له خلکو خالي شوي او تر ۳۰۰ ډېرې کورنۍ ټل،سروخېل، دوابه، هنګو، کوهاټ او پېښور ته لېږدېدلي دي.
د جګړې درولو هڅې شوې؟
د یادولو ده چې د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ادارې ویلي وو چې د دغه ایالت اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په لارښوونه د وضعیت ارزولو او هلته د امنیت راوستلو لپاره د "جرګې د بیا فعالولو" په موخه یو پلاوی سیمې ته لېږل شوی.
د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت د اطلاعاتو مشر برېسټر محمد علي سیف وویل چې "حکومتي پلاوي له پلان سره سم پاړهچنار ته سفر کړی او له ځایي مشرانو سره یې جرګه کړې ده."
د کورمې د کمیسار مرستیال جاوید الله مسيد اېاېفپي خبري رسنۍ ته ویلي چې په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي او له قبایلي مشرانو د مرستې غوښتنه شوې ده.
د پښتونخوا کورمه تر دې مخکې هم د ځايي شیعهګانو او سنيانو تر منځ د خونړیو جګړو شاهده پاتې شوې ده.
د روان کال په اګست مياشت کې هم په کورمه کې د مذهبي نښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ۴۳ کسان ووژل شول او تر ۱۵۰ زيات ټپيان شوي وو.