د سرحدونو وزارت مرستیال: لویدیځ شل کاله د اسلامي کلتور د کمزورۍ هڅې کړې دي

د سرپرست حکومت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال وايي، لویدیځ تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې تر وروستي بریده هڅې کړي چې، اسلامي کلتور کمزوری کړي.

محمد علي جان احمد دغه راز په هېواد کې د ښوونیزو خدمتونو پر پراختیا ټينګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، د سرپرست حکومت ژمن دی چې د ځوانانو لپاره د عصري زده کړو مناسبه فضا رامنځته کړي.

د طلو نیوز په وینا، د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستیال، محمد علي جان احمد و ویل: « اسلامي امارت دې ته ژمن دی چې د ملت اصلي بچیانو لپاره چې، د اسلام دین او د افغانستان ولس او خاورې ته وفادار وي، تاسې ته به د خدمت زمینه موږ برابروو.»

محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې ویلي، پخوا د پوهنتون او مدرسې ترمنځ ډېر واټن و، خو په خبره یې، اوس دغه واټن لمنځه تللی دی.
  
هغه زیاتوي چې، دا مهال په هېواد کې زورواکي او قومي او سمتي مسایلو ته لمن وهل پایته رسېدلي دي.

د سرپرست حکومت سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت مرستیال وویل: « دا د ټولو افغانانو لپاره مشترک کور دی، نن شکر دی تفرقې نشته، قوم پرستي نشته، ډلې نشته، زورواکي نشته، موږ او تاسو به خپل ځانونو دین، اسلامي شریعت او د اسلامي امارت اصولو ته تسلیموو.»

دغه غونډه کې د کابل د پوهنې رييس هم وايي، پوهنې وزارت هڅې کوي چې، د زده کړو لپاره ښې زمینې برابرې کړي.

د کابل ښار د پوهنې رییس، عبدالباسط حقاني و ویل: « د پوهنې وزارت، اسلامي امارت او د سرحدونو وزارت ټول مسوولین هڅې کوي چې هېوادوالو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.»

زده کړیال یوسف و ویل: « د یوه محصل غوښتنه دا ده چې د کار زمینه ورته برابره شي.»

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د مسوولینو په خبره، دغه غونډه د خوشحال خان، پیر محمد کاکړ، رحمان بابا ښوونځیو او د دغه وزارت د اړوند یوه انسټيټیوټ د ۶۵۰ زده‌ کوونکو د فراغت په مناسبت جوړه شوې وه.