په لغمان کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

د کورنيو توليداتو نندارتون د مسوولینو په خبره دغه نندراتون کې د لغمان سربېره د ننګرهار او کابل ځینو تولیدوونکو هم خپل تولیدات نندارې ته اېښې دي.

د طلوع نیوز په وینا، شېر احمد حقاني، د لغمان والي  په دې اړه و ویل: «زموږ او ستاسې ټول مسوولین، ادارې، اشخاص، کورنۍ او تجاران کوښښ وکړئ، چې داخلي تولیداتو څخه ګټه پورته کړئ، ځکه چې دا ځان سره د خپل پانګوال او خپل هېواد سره هم همکاري ده چې دې سره نظام هم قوي کېږي.»

 د لغمان د اقتصاد رییس، جان محمد حامد و ویل: « هغه تولیدات چې داخل کې جوړ او تولیدېږي، د خارجي وارداتو مخنیوی کوي، داخل کې خرڅېږي او په ضمن کې په داخل کې سلګونه ځوانانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.»

د دغه نندارتون ځینې ګډون وال وايي، په وروستیو کلونو کې د تولیدي کارخونو جوړولو برخه کې پانګونې سره د بسیاینې په لور چټک ګامونه اخلي.

دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو د لا زیات ملاتړ او  پاملرنې غوښتنه کوي.

تنظیموونکی، ضیا الدین زلمی وايي: « کوم صنعت کاران او تجاران چې په لغمان کې فعالیت کوي، دلته کولی شي خپلو تولیداتو ته بازار موندنه وکړي، دا نندارتون به درې ورځو لپاره د لغمان ولایت مرکز اړوند قلعه سراج کې ترسره شي.»

پانګه‌وال، خلیل الرحمن صدیقي وايي: « مونږ دلته اته څلوېښت قلمه تولیدات نندارې ته راوړي دي، دغه نندارتون د کورنيو تولیداتو پرمختګ لپاره ښه دی، ځکه چې دلته بېلا بېل تجاران او د سیمې خلک راځي دا ویني او د تجارانو یو بل سره اړیکې ټينګېږي.»

یو بل پانګه‌وال، خان محمد هوتک وايي: «دغسې نندارتونونه نور هم باید جوړ شي، تر څو زمونږ هېوادوال پوه شي چې په هېواد کې کوم کوم شیان تولیدېږي، تر څو ورسره اشنا شي.»

دا پداسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کندوز، خوست، ننګرهار، کونړ، بلخ، هرات او ځینو نورو ولایتونو کې هم د کورنیو تولیداتو ملاتړ په موخه ورته نندارتونونه جوړ شوي وو.