برښنا شرکت څرګنده ګړی، چې نن (یکشنبه د لیندۍ 25) د ازبکستان وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له کبله پرې شوې ده.
برښنا شرکت په یوه خبرپانه کې لیکلي، چې د همدې ستونزې له کبله په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې برښنا پرچاو ده.
برښنا شرکت دا هم ویلي، چې د توپانونو له کبله د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوې او له ایرانه وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له کبله ډېر ی وخت پرچاو وي.