قزاقستان کې د مسافر وړونکې الوتکې لوېدو له امله لسګونه کسان مړه شوي

سیمه ییز چارواکي وايي، یوه مسافر وړونکې الوتکه چې ۷۰ کسان پکې سپاره وو، په قزاقستان کې لوېدلې ده.

د قزاقستان د بېړنیو چارو وزارت په وینا، لومړني راپورونه ښيي چې له ۳۰ ژوندي پاتې شویو کسانو ۲۲ یې روغتون ته لېږدول شوي. د اذربایجان ایرلاینز دا جې ۲-۸۲۴۳ الوتنه د اذربایجان له پلازمېنې باکو د روسیې ګروزني ښار ته کېده.

د رویټرز خبري اژانس لخوا تایید شوې وېډیو ښیي چې الوتکه په لوړ سرعت د ځمکې خوا ته د راکوزېدو په حال کې وه او ټایرونه یې ډېر ټیټ وو. د الوتکې د ځمکې ناستې هڅې وروسته څو ثانیې، د اور لویې لمبې پورته شوې.

یاد هوايي شرکت ویلي چې الوتکې له اکټاو څخه تقریباً درې کیلومتره (۱.۹ میله) لېرې "د بېړنۍ ناستې" هڅه وکړه. د فلاییټ رادار۲۴ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، دا الوتکه د چهارشنبې پر ورځ د ګرېنویچ پر وخت سهار ۳:۵۵ بجې) له باکو الوتلې وه او شاوخوا ۰۶:۲۸ کې غورځېدلې.

د ترانسپورت وزارت ویلي، په امبرایر ۱۹۰ الوتکه کې ۶۲ مسافر او ۵ عمله وه. په مسافرو کې ډېری یې د اذربایجان وګړي وو، خو د روسیې، قزاقستان او قرغیزستان مسافر هم پکې وو.

اذربایجان او قزاقستان دواړو د دې پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي. امبرایر بي‌بي‌سي ته وویل چې دا "چمتو دي چې ټولو اړوندو ادارو سره مرسته وکړي."

ناتایید شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې د بېړنیو خدماتو پرسونل اور وژني او خلک له لوېدلې او ویجاړې شوې الوتکې راویستل کېږي.

حکومت د پېښې د لاملونو د څېړلو لپاره پلټنې پیل کړي دي. امبرایر بي‌بي‌سي ته وویل "له ټولو اړوندو ادارو سره مرستې ته چمتو دي".

بي‌بي‌سي له اذربایجان ایرلاینز او امبرایر شرکتونو سره د غبرګون لپاره اړیکه نیولې ده خو لا یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.