په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام (ډبليو اېف پي) وايي له دغه هېواد سره د مرستو کمښت به سږ ژمی ميليونه افغانان چې له لوږې سره مخ دي لا نور اغېزمن کړي.
د خوړو نړيوال پروګرام مشرې هشاو وې لي رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې له دې کبله به دغه اداره يوازې د هغو ميلیونو افغانانو نيمايي برخې ته خواړه برابر کړي چې په بېړنۍ توګه لاسنيوي ته اړتیا لري.
نوموړې ويلي چې ډېری خلک اوس يوازې "په وچه ډوډۍ او چایو" ګوزاره کوي.
په افغانستان کې د طالبانو بيا واک ته رسېدو سره له افغانستان سره نړيوالې مرستې کمې شوې دي او څو ورځې وړاندې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اجرائيوي فرمان لاسلیک کړ چې ټولې بهرنۍ مرستې يې د لنډ مهال لپاره ځنډولې دي.
ياد پروګرام دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په دې وروستيو کې د ناروې د کډوالو شورا هم خبرداری ورکړ چې د ډونلډ ټرمپ له لوري د ۹۰ ورځو لپاره له بهرنيو هېوادونو سره د مرستو ځنډول به د افغانستان پر بشري حالت خورا ناوړه اغېز پرېباسي.
د ناروی د کډوالو شورا مشر يان ايګلنډ ويلي، افغانستان کې چې لا له وړاندې د بشري مرستو د رسولو چارې ټکنۍ شوې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د مرستو بندولو حکم به "ناوریني" پایلې ولري.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا افغانستان کې له ۱۵ میلیونو ډېر خلک سملاسي مرستو ته اړ دي.
دغه پروګرام وړاندې له اړمنو افغانانو سره د بشري مرستو د دوام لپاره د ۷۶۰ ميليونه ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته په ورتلو خپلو اجرائیوي فرمانونو کې ټولې بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره ځنډولې دي.
د افغانستان په تړاو د مرستندویانو اندېښنې ځکه ورسره راپورته کېږي چې تېرو دريو کلونو کې د بشري مرستو د لویې برخې لګښتونه امریکا ورکول.
خو دا لا په بشپړه توګه روښانه نه ده چې دا به افغانستان کې پر بشري مرستو څومره اغېز وکړي خو په ۲۰۲۴ کال امریکا په افغانستان کې د مرستو له ۴۰ سلنې زياته برخه برابره کړې وه.
اغلې لي ويلي،"زه فکر کوم چې د افغانستان لپاره د مرستو هر ډول احتمالي کمښت له شک پرته د اندېښنې وړ دی... که هغه مرسته د خوړو له نړيوال پروګرام یا کومې بلې ادارې سره وي."
نوموړې زياته کړې، "په افغانستان کې [مرستو] ته د اړتیا کچه خورا لوړه ده. زه په يقيني توګه هيلمنه یم، هر ډول پرېکړه چې کېږي او یا عملي کېږي بايد د خلکو، ښځو او ماشومانو اړتياوې په نظر کې ونيول شي."
له نړیوالو ناورینونو، سیاسي ناندریو او د طالبانو حکومت د هغو تګلارو له امله چې د نجونو او مېرمنو پر زده کړو او کار یې محدودیتونه لګولي له دې هېواد سره په مرستو کې د پام وړ کمی لیدل کېږي.
د ملګرو ملتونو اړوند د خوړو نړیوال پروګرام دمګړۍ په افغانستان کې د ۲۷۰۰ روغتیايي مرکزونو لاسنیوی کوي. دغه بنسټ وړاندې ويلي وو چې له مالي کړکېچ سره مخامخ دی او که نړیوالې مرستې تر لاسه نه کړي، اړ دي په افغانستان کې خپل فعالیت وځنډوي.
د نړیوالو سازمانو د اټکل له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې ۲۵ میلیونه انسانان د خوراک لپاره کافي اندازه خواړه نه لري او له نیمايي زیات وګړي یې له سختې لوږې سره لاس او ګرېوان دي، هغه شمېرې چې د نړیوالو بشردوستانه مرستو په کمېدو سره ورځ تر بلې لوړېږي.
سرچینه: پښتو بي بي سي