خوست کې د یوې کورنۍ د ۱۳ غړیو وژنه؛ د قربانیانو خواخوږي عدالت غواړي

دنیا - ناپېژنده کسانو بېګاه د (د سلواغې نهمه، سه‌شنبه) د خوست په علي‌شېرو ولسوالي کې د یوې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي او دوی تښتېدلي وو.

اوس د دې کورنۍ غړي د وژل شویو کسانو لپاره عدالت غواړي. د دوی په خبر، دوی له هېچا سره شخصي دوښمني نه‌لري او نه هم پوهېږي چې د کورنۍ غړي به یې چا او ولې وژلي وي.

د یادې کورنۍ یو غړی ټېکه‌خان ماهر په سیمه کې رسنیو ته ویلي چې کورنۍ یې کومه شخصي دوښمني نه لرله او باید عاملان یې ونیول شي او سزا ورکړل شي.

بله‌خوا د خوست لپاره د سرپرست حکومت د امنیتې قومانداني د رسنیو برخې د یادې پېښې په تړاو د پنځو کسانو د نیولو ادعا کړې، خو ماهر وايي، ډاډه نه‌دی چې ایا نیول شوي کسان به د ده د کورنۍ د غړيو قاتلان وي که نه.

تر اوسه د دې پېښې اصلي انګېزه نه‌ده روښانه، خو په خوست کې سرچینې وايي چې د یادې کورنۍ مشر له خپل ورور سره دوښمني لرله او له همدې امله د خوست علي‌شېرو ولسوالي ته کډه شوې وه.

سرچینه زیاتوي چې قومي مشرانو د دغو دوو کورنیو ترمنځ شخړه حل کړې وه.

په خوست کې د یوې کورنۍ د ۱۳ غړیو وژل کېدو چې ماشومان او ښځې هم په‌کې شاملې دي، د افغانانو پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د ټولنیزو رسنیو ګڼ‌شمېر کاروونکو دا پېښه زړه‌بوږنوونکې بللې او غوښتنه یې کړې چې عاملانو ته یې باید سزا ورکړل شي