خوست کې د سرپرست حکومت د امنیه قوماندانۍ لهخوا په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ولایت په علیشېرو ولسوالۍ کې یې د تېرې اوونۍ پېښې چې پهکې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه غړي ووژل شول، اصلي عاملان یې نیولي دي.
د ولایتي چارواکو ویلي، چې یاد درې کسان د اوو شکمنو له ډلې نیول شوي، چې پلار او زامن دي.
امنیتي چارواکي نه ده په ډاګه کړې، چې یادو کسانو ولې د دې کورنۍ ۱۳ غړي وژلي دي.
د ولایتي چارواکو د پېښې په لومړۍ ورځ د یادې پېښې انګېزه شخصي دښمني ښودلې وه، خو د یادې کورنۍ خپلوانو رسنیو سره په خبرو کې رد کړه، چې ګنې چا سره دې شخصي دښمني او ستونزه ولري.
خبرپاڼه کې راغلي، چې یادو کسانو په لومړنیو څېړنو کې خپل جرم منلی دی.
دغه درې کسان چې پلار یې منګل او زامن یې احمد و حفیظ الله نومېږي، اصلا د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ اوسېدونکي ښودل شوي دي.
دغه پېښه تېره اوونۍ د خوست په عليشېرو کې وشوه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې د یوې کورنۍ ۱۳ تنه غړي ووژل شول.