اروپايي مشران له هغه وروسته د اوکرایین د ملاتړ لپاره راټولېږي، چې د فبرورۍ پر ۲۸مه د جمعې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او اوکراییني ولسمشر ولودیمر زېلینسکي تر منځ په سپینه ماڼۍ کې لفظي شخړه وشوه.
د غه لیدنه کې ولسمشر ټرمپ په ښکاره ډول ولسمشر زېلینسکي تورن کړ چې ''له درېیمې نړیوالې جګړې سره قیمار کوي'' او د اوکرایین ولسمشر وویل، چې له روسيې سره به هېڅ ډول جوړجاړي و نه کړي.
ښاغلي زېلينسکي له فاکس نیوز خبري شبکې سره خبرو کې وویل، کشمکش ''د دواړو لوریو لپاره ښه نه دی'' خو په وینا یې دی فکر کوي، چې اړیکي ژغورل کېدای شي.
ولسمشر ټرمپ بیا له ولسمشر زېلینسکي سره له لانجې وروسته وویل، ''دا رښتیا هم ډېره ښه نه وه.''
نوموړي وویل، ''زېلینسکي له کچې تېر شو'' او بیا یې هغه تور تکرار کړ، چې ''هغه د سولې خبرو لپاره خورا کمزورې پرې لري.''
ښاغلی ټرمپ وايي، زېلینسکي به هله ''پیاوړی'' شي، که هغه د منرالونو په هکله د امریکا وړاندیز شوې هوکړه لاسلیک کړي. ټرمپ زیاته کړه، ''دی په دې پسې ګرځي، چې جګړه وکړي، جګړه وکړي، جګړه وکړي او موږ د مرګونو پای ته رسول غواړو.''
د جمعې پر ورځ په سپینه ماڼۍ کې له رامنځته شوې لانجې وروسته یو شمېر اروپايي مشرانو په دې هکله غبرګونونه څرګند کړي دي.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون چې روانه اونۍ یې له ولسمشر ټرمپ سره لیدلي، په دې هکله وویل: ''یوه یرغلګره روسیه ده، بل لور د ظلم ښکار اوکرایین دی، موږ په حقه وو، چې له اوکرایین سره مو په تېرو درې کلونو کې مرسته کوله او پر روسیې مو بندیزونه لګولي ـ او همداسې به کوو.''
د جرمني صدراعظم اولاف شولز پر اېکس خواله رسنۍ په دې هکله یوه پیغام کې ویلي: ''تر اوکرایینیانو هېڅوک سولې ته زیات لېوال نه دي''. نوموړی زیاتوي، ''اوکرایین دې پر جرمني تکیه وکړي – پر اروپا دې تکیه وکړي.''
زېلینسکي: له سختو خبرو سره هم موږ ستراتیژیک ملګري یو''
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني په دې هکله ویلي، ''یوې سملاسي غونډې'' ته اړیتا ده، چې د اوکرایین جګړې په هکله د امریکا، اروپا او متحدینو تر منځ وشي.
د بریتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر که څه هم په دې هکله تر اوسه څه نه دي ویلي، خو د نوموړي د دفتر ویندوی ویلي، هغه له ټرمپ او زېلینسکي دواړو سره غږېدلی او دا چې ''له اوکرایین سره به د هغه ملاتړ دوام وکړي او د تلپاتې سولې لپاره به د لارو چارو موندلو لپاره د لومړي وزیر هڅې دوام کوي.''
د اروپايي ټولنې مشرانو هم له ولسمشر سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی. د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلاوندیرلین په دې هکله وايي: ''تاسې هېڅکله یوازې نه یاست، ګرانه ولسمشره. موږ به له تاسې سره په شریکه د سملاسي او تلپاتي سولې لپاره پرلپسې هڅې کوو.''
اوکراییني ولسمشر زېلینسکي بیا د ډېری اروپايي سیالانو د ملاتړ په ځواب کې د مننې څرګندونه کړې، چې د ده پر اېکس پاڼه یې یو لوی لیست لیدل کېږي.
وروستي رپوټونه ښيي، چې د اوکراییني پلاوي لېږدونکې الوتکه د بریتانیا پلازمېنې لندن ته رسېدلې ده.
باور دا دی، چې په دې الوتکه کې د اوکرایین ولسمشر هم د لندن سټانسټیډ هوايي ډګر ته رسېدلی، چې سبا به همدلته له بریتانوي لومړي وزیر کیئر سټارمر سره وویني او د اروپايي مشرانو په غونډه کې به ګډون وکړي.
ولسمشر زېلینسکي په همدې ترڅ کې پر خواله رسنۍ ایکس په یوه تازه پيغام کې ویلي، زموږ د پایښت لپاره د امریکا مرسته ډېره مهمه وه او زه غواړم دا څرګنده کړم: ''له سختو خبرو سره سره موږ بیا هم ستراتیژیک ملګري یو. خو اړتیا دا ده، چې موږ له یوه بل سره رښتیني واوسو، مخامخ خبرې وکړو او د یوه بل هدفونه وپېژنو.''
نوموړي زیاته کړې د امریکا متحدو ایالتونو منندوی دی او له ولسمشر ټرمپ مننه یې کړې. دی زیاتوي: ''زه له امریکا غواړم چې لا نور هم کلک زموږ تر څنګ ودرېږي.''
سرچینه: پښتو بي بي سي