پاکستان د زرګونو افغان کډوالو د شړلو وروستی خبرداری ورکړی

دنیا - پاکستان خبرداری ورکړی چې زرګونه افغان کډوال، چې لوېدیځو هېوادونو ته د بیا میشتېدو په تمه دي، که د اپریل تر ٣٠مې، هغو هیوادونه ته ونه لیږدول شي، نو له پاکستانه به اخراج شي.
د کورنیو چارو مرستیال وزیر، طلال چودري ويلي، دا نېټه کوربه هېوادونو ته رسماً ښودل شوې ده، چې پکې امریکا او برتانیا هم شامل دي.

له ۲۵،۰۰۰ زیات افغانان، چې ډېری یې له امریکايي ځواکونو یا مرستندویه ادارو سره کار کړی، د کډوالۍ پروګرامونو د ځنډ له امله بې برخلیکه پاتې دي.
پاکستان د ٢٠٢٣ له اکتوبر څخه د ناقانونه مېشتو افغانانو پر ضد عملیات پیل کړل، او تر دې دمه له ۸۵۰،۰۰۰ زیات افغانان بېرته استول شوي دي.

چارواکي وایي چې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ نور افغانان په ناقانونه توګه په پاکستان کې اوسي، او ۱.۴ میلیونه افغانانو ته د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اسناد ورکړل شوي، چې هغوی کولای شي تر جون میاشتې پورې پاتې شي.

پاکستان وايي، شړل یوازې افغانانو ته نه دي محدود، بلکې هر بهرنی چې ناقانونه ژوند کوي، له دې هیواده ایستل کیږي.