د اسلامی حکومت له لوري دولتي ادارو کې ۲۰ سلنه دندې کمېږي

په افغانستان کې د سرپرست حکومت مشر له نظامي ادارو د ۲۰ سلنه تشکیل د تنقیص د حکم د پلې کولو یوه طرحه وړاندې کړې،‌ چې له مخې یې د اجیرانو، لنډ مهالو او ساتونکو بستونو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د دغه حکم له پلې کېدو سره په حکومتي اډانه کې لسګونه زره کسان خپلې دندې بایلي او ښايي ځينې له نا روښانه برخلیک سره مخامخ شي.

مولوي هبت الله اخوندزاده د تنقیص طرحې په سریزه کې ویلي، چې دا پرېکړه له یې له ډېرو سلامشورو وروسته کړې ده چې بالاخره له پوځي ادارو د ۲۰ سلنه تشکیل د تنقیص یا کمولو حکم ورکړي.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په رسنیو کې د یادې طرحې د خپرېدو خبر تایید کړی او وايي دا یو د دولت طبیعي چاره او د ولس په ګټه کار دی.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي: «په ادارو کې تنقیص (کمول) او تزیید (زیاتول) یو طبیعي کار دی، مسؤلان پوهېږي چې کوم یو د ولس په ګټه دی او کوم په زیان.‌ د پوځي ارګان په ګډون په ځینو ادارو کې تنقیص راغلی او په ملکي ادارو کې هم یوه کوچنۍ برخه تنقیص عملي کېږي، دا کار د چارو د لا ښه سمبالښت او د ادارو د تورم او بیروکراسۍ د مخنیوي پخاطر کېږي.»

مجاهد وايي، که اړتیا شي، بېرته تنقیص ډکېدلی شي. پوځي ارګان کې احتیاط او اضافي ریزرف برخه تنقیص شوې ده.

د سرپرست حکومت د افغانستان د پوهنې وزارت د مالي کال لپاره له خپلو تشکیلاتو لږ تر لږه ۹۰،۰۰۰ دندې کم کړي. د دې کار هدف د لښګتونو کمول، د کارمنانو سم سمبالښت او د مهمو پروګرامونو لومړیتوب ښودل شوی.

د نیمګړي تشکیل په برخه کې هغه کسان یاد شوي، چې په نامسلکي بستونو کې مقرر دي او بله برخه یې هغه بستونه دي چې هلته امنیتي ستونزې نه لیدل کېږي او بیا سلاکاران، مرستیالان او کارپوهان ښودل شوي.

په دغه طرحه کې لیکل شوي: «بعدالفتح،‌ همکاران،‌ د شهیدانو وارثین، له یوې کورنۍ زیات وروڼه، زیات عمر لرونکي، ډېر بې سوادان او غیر حاضران شامل دي».

د ملاتړ برخه کې ویل شوي چې د مدیریتونو مرستیالې برخې باید تنقیص او له امرانو یو یې د مرستیالانو دنده هم مخته بوځي.

په دغه طرحه کې ویل شوي، هغه کسان چې له تشکیله رخصتېږي او تنقیص کې راځي او په کور کېنول کېږي، "ټولو ته باید بدیل امتیازه پنځه زره افغانۍ په کور ورکړل شي، خو که بیا په کومو برخو کې تشکیل اضافه کېدو ته اړتیا شي، نو تنقیص شوو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

له دې خبر سره په دولتي ادارو کې بوختو ډېرو کارکونکو ته د خپلو دندو د خوندیتوب اړوند اندېښنه ور په زړه شوې. ځينو دولتي مامورینو ویلي، په تېر کال معاشونه په ځنډ ورکول شوي یا هم لږه تنخوا یې اخیسته خو دولتي دنده د ډېرو کسانو لپاره د روزۍ ګټلو وسیله ده.

که څه هم اوس مهال کره شمېرې نشته چې په پوځي او ملکي ادارو کې څومره کسان د سرپرست حکومت په اډانه کې کار کوي خو تېر کې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیرامیر خان متقي په خپلو ویناو کې ویلي وو چې د دوی حکومت په دولت کې له پخوا پاتو شاوخوا ۵۰۰ زرو مامورینو ته معاشونه ورکوي.