د پاکستان پر پوځي اډو د هند تازه بریدونه؛ پاکستان: نوی ډهلی دې د اسلام اباد ځواب ته په تمه شي

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري ویلي هند شنبه د ( مې، ۱۰مه) سهار وختي په اسلام اباد، لاهور او راولپنډۍ کې د دوی درې پوځي اډې په نښه کړي دي.

شریف چودري زیاته کړې په دې بریدونو کې نظامي تجهیزاتو ته زیان نه دی اوښتی.

ورته مهال هغه په یوه خبري کنفرانس کې د هند توغندیزو بریدونو ته په اشاري ویلي چې نوی ډهلی باید د پاکستان ځواب ته په تمه اوسي.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه چې د هند پوځ په فعال ډول په پاکستان، په ځانګړي ډول په بلوچستان کې د ترهګرو ډلو په مالي ملاتړ او د ترهګریزو بریدونو په برابرولو کې لاس لري.

نوموړي دغه راز ادعا وکړه چې هند د پاکستان، کاناډا او امریکا په څېر هېوادونو کې پر مسلمانانو د بریدونو تر شا لاس لري.

هغه زیاته کړې د پاکستان پوځ له دې هېواد څخه په هر قیمت دفاع ته ژمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند صدر اعظم نریندر مودي هم د جمعې په ورځ د (مې، ۹مه) له خپلې امنیتي کابینې سره غونډه وکړه.