د جاپان د سولي طبي خدماتو یا p.m.s غیر دولتي موسسي د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره سل زره امریکايي ډالره نغدي مرسته وکړه.
دغه مرسته د دغي موسسې په چاپان کې د مرکزي دفتر د چرمینې آغلې فوجیتا او په افغانستان کې ددغې موسسیې مرستیال ښاغلي ډاکتر ضیاالرحمن له لوري په هرات ولایت کې زلزله ځپلو ته د مرستي رسولو کمیسیون چارواکو ته وسپارل شوه.
ټاکل شوي چي دغه مرسته به اړ منو او متضررینو ته د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې ولګول شي.
د جاپان دسولي طبې خدماتو موسسي هیت هرات ته د یو سفر په ترڅ کې د هرات له والي ښاغلي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار، د بهرنیو چارو وزارت د استازولي له مسولینو اوله زلزله ځپلو سره د مرستي کمیسیون له غړو او له زلزلې ځپلو سیمو څخه لیدنه کړي او دلازیاتو همکاریو ژمنه یې کړي ده .