ضمیر کابلوف: نژدې راتلونکې کې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې لپاره چمتووالی روان دی

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا د څانګې مشر ضمیر کابلوف تاس خبري اژانس ته ویلي د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې لپاره چمتووالی روان دی.

نوموړي د روسیې تاس خبري اژانس ته ویلي دا غونډه به د هغې غونډې په څېر وي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون جوړه شوې وه.

هغه غونډه د روان کال د مۍ میاشتۍ په لومړۍ او دویمه نېټه د بندو دروازو تر شا جوړه شوې وه او پکې د افغانستان د حالت او په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د چلن او اړیکو د څرنګوالي په اړه خبرې شوې وې، خو ډېر جزئیات یې نه وو په ډاګه شوي.

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي دې غونډه کې به پر هغه رپوټ خبرې وشي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی همغږی کوونکي چمتو کړی دی.

د دوحې تر هغې غونډې وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش وویل د امنیت شورا د ۲۶۷۹ پرېکړه لیک له مخې به ځانګړی همغږی کوونکی فریدون سینرلي اوغلو دا ارزونه ترسره کوي.

ضمیر کابلوف د دې غونډې د نېټي په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې دا غونډه به نژدې راتلونکې جوړه شي.

د روسیې استازي ویلي دا رپوټ چمتو دی او نورو ته استول شوی. کابلوف تاس خبري اژانس سره خبرو کې زیاته کړې، ملګري ملتونه غواړي اړوند هېوادونه دا رپوټ وګوري، وروسته بیا غونډه را وبلل شي او په دې اړه د دوی نظرنه واورېدل شي.

سینیرلي اوغلو د دې ارزونې لپاره کابل ته هم تللی وو او له بېلابېلو طالب چارواکو سره یې لیدلي وو.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو له دوه کلونو زیاته موده تېره شوه خو تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او نه په کوم نړیوال بنسټ کې د دوی استازي منل شوي دي.

د دوحې له غونډې وروسته د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت، د نشه يي توکو د قاچاق زیاتېدل، د ټول ګډوني حکومت نشتوالی، بشري حقونو په تېره د ښځو او نجونو حقونو نه مراعاتول دوحې غونډه کې د ګډونوالو مهمې اندېښنې بللې وې.

سرچینه: پښتو بي بي سي