د طالبانو حکومت او پاکستان تر منځ د ناندریو په دوام، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ادعا کړې چې "افغان خاوره د پاکستان خلاف کارېږي."
د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ په یوه خبري غونډه کې ادعا کړې چې "د پاکستان ضد وسله وال په افغانستان کې خوندي ځایونه لري." خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت دغه ډول څرګندونې بې ځایه بولي.
نوموړې وویل، پاکستان د دوی ضد وسله والو په اړه چې په وینا یې "په افغانستان کې دي"، جدي اندیښنه لري ځکه د هغې په ټکو د دوی بریدونه پاکستان زیانمنوي او خلکو ته مرګژوبله اړوي.
نوموړي همداراز وویل "له بیا بیا غوښتنو سره مونږ له افغان لوري هسې پایله نه ده لیدلې چې مو یې تمه لرله."
د اونیزې خبري غونډې پر مهال له اغلي بلوچ پوښتنه وشوه چې تاسې د پاکستاني طالبانو یوه مشر حافظ ګل بهادر تر څنګ د طالبانو له حکومته نور کوم او څومره کسان غوښتي دي؟
نوموړې په ځواب کې وویل "نه غواړي دلته د چا نوم واخلي" خو په وینا یې دا هغه څه دي چې د استخباراني چینلونو له لارې پرې بحث کېږي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر افغان لوري به تر هغې خپل فشار او ورسره خبرې اترې کوي چې اغېزناک چلند وویني.
د طالبانو حکومت غبرګون څه دی؟
د ممتاز زهره بلوچ د خبرو په غبرګون د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا تکل وايي "دا بې بنسټه ادعاوې دي او دوی دا ډول څرګندونې ردوي."
نوموړي بي بي سي پښتو پاڼې ته وویل "د افغانستان اسلامي امارت [د طالبانو حکومت] بهرنۍ تګلاره معلومه ده او مونږ هیچاته اجازه نه ورکوو چې افغان خاوره د بل چا خلاف وکاروي او همدا راز د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه هم نه کوو."
له دې سره پاکستاني چارواکو ویلي پاکستان کې د وسله والو بریدونو او ناامنیو ډېر جزیات یې له اسنادو سره افغانستان کې له سرپرست حکومت سره شریک کړي چې دوی یې اوس پر وړاندې عمل ته ګوري.
افغانستان کې واکمنو طالبانو د پاکستاني چارواکو د ادعاوو له ردولو ور ها خوا څو ځلې ویلي چې پاکستان دې د ترهګرۍ مخه خپله ونیسي او خپلې واورې دې پر دوی نه ور پاکوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو ترمنځ وروسته له هغه اړیکي لا نور ترینګلي شول چې پاکستان له خپل هېواده د یوه اعشاریه اووه میلیونه افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه وکړه. د طالبانو لومړي وزیر، دفاع وزیر او کورنیو چارو وزیر په ګډون یې نورو لوړ پوړو چارواکو دغه پرېکړه یوه اړخیزه او "نامناسبه" بللې ده.
سرچینه: پښتو بي بي سي