د لوی یا قربانۍ اختر په درشل کې په افغانستان کې د سرپرست حکومت وايي، له هغو هېوادونو یې د څارویو واردول منع کړي چې حیواني ناروغي پکې خپره شوې ده.
د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت همدا راز ویلي چې په دې وروستیو کې هېڅ هېواد ته افغان څاروي هم نه دي صادر شوي.
دا وزارت داسې مهال دا خبره کوي چې ځینو ایراني رسنیو خبر ورکړی و چې ګواکې ایران له افغانستانه د څارویو واردول منع کړي دي.
خو د سرپرست حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي غلام محمد کاظم شهامت بيبيسي پښتو ته وویل، "په دې وروستیو کې ایران او بل هېڅ هېواد ته د افغانستان څاروي نه دي صادر شوي. همدا راز د عامې روغتیا ساتنې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره له هغو هېوادونو هم د څارویو واردول منع اعلان شوي چې د حیواناتو ناروغي پکې خپره ده."
د طبق او کانګو ناروغۍ پېښې
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د هرات په ګډون د افغانستان له ځینو ولایتونو رپوټونه ورکړل شول چې د 'طبق' او د نورو حیواني ناروغیو له کبله د مالدارانو ګڼ څاروي مړه شوي دي.
د لوی اختر په رارسېدو سره د 'کانګو' په نوم د ناروغۍ خطر هم ډېرېږي چې تر ډېره له څارویو سره د تماس له کبله انسانانو ته ورځي.
د افغانستان ځينو سيمهييزو رسنیو هم خبر ورکړی چې د پلازمېنې کابل په ګډون په ځينو سیمو کې د کانګو ناروغۍ پېښې ډېرې شوې او یو شمېر کسان یې له کبله مړه شوي هم دي.
مولوي غلام محمد کاظم شهامت وايي، "د افغانستان د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له مسؤلو ادارو سره په همغږۍ د څارویو د روغتیا ساتنې او د ناروغیو د کنټرول لپاره جدي تدبیرونه نیولي دي او هڅه کوي چې د حیواني ناروغیو مخه ونیسي."