پاکستان کې د ټولو ټاکنیزو حوزو پایلو اعلان سره د حکومت جوړولو لپاره ګوندي ناستې ګړندۍ شوې

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون د فبرورۍ پر اتمه د قامي اسمبلۍ لپاره د شویو ټول ټاکنو له ۲۶۵ ټاکنیزو حوزو څخه د ۲۶۴ پایلې اعلان کړې دي چې له مخې یې تر اوسه تر ټولو ډېر ۹۶ څوکۍ خپلواکو کاندیدانو ګتلې، ویل کېږي د دوی له منځه ۹۲ یې د تحریک انصاف ګوند له ملاتړه برخمن خپلواک نوماندان دي او ورپسې مسلم لیګ نون ګوند له ۷۵ څوکیو سره په دویم کتار کې دی.‌

د پښتو بي بي سي په وینا، پیپلز پارټۍ ۵۴ څوکۍ ګټلې او متحده قومي غورځنګ ۱۷ څوکۍ خپلې کړې دي.

سربېره پر دې، د پاکستان مسلم لیګ ق، جمعیت علمای اسلام پاکستان، درې درې څوکۍ ګټلې دي او د استحکام پاکستان ګوند دوه څوکۍ لري.

مجلس وحدت المسلمین، بلوچستان نېشنل ګوند او پاکستان مسلم لیګ ضیاء الحق یوه یوه څوکۍ ترلاسه کړې ده.

په دې لړ کې د پاکستان مسلم لیګ ن ګوند د بېلابېلو ګوندونو او خپلواک کاندیدانو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې، ویل کېږي دا ګوند د متحده قومي غورځنګ له مشرانو سره چې ۱۷ څوکۍ یې خپلې کړي یو هوکړې ته رسیدلی.

د نواز شریف په مشرۍ دا ګوند هڅه کوي په پارلمان کې د اکثریت له خپلولو سره د لومړي وزارت څوکۍ تر لاسه کړي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند نن د مرکزي کمیټې ناسته وربللې.

تحریک انصاف نن په ټول پاکستان کې د درغلیو په ضد د سوله ییزو لاریونونو غږ هم کړی دی.

دا ګوند په مرکز، خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د رایو اکثریت دعوه لري.

د پاکستان پوځ د یووالي غږ وکړ؛ دوو پخوانیو صدراعظمانو ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه

په داسې حال کې چې پاکستان کې دوو پخوانیو لومړیو وزیرانو د دغه هېواد په ملي انتخاباتو کې د بریا اعلان کړی، د پوځ ځواکمن قوماندان د "ګډوډۍ او قطبي کېدو" له سیاسته د ډډه کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هېواد باثباته شرایطو ته اړتیا لري.

په دې ټاکنو کې تر ټولو ډېرې شمېرل شوې رایې ښيي چې د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان پورې تړلو خپلواکو نوماندانو تر ټولو ډېرې څوکۍ ګټلې دي.

خو بل پخواني لومړي وزیر نواز شریف - چې د پوځ پراخ ملاتړ لري، له نورو یې غوښتي چې د ایتلافي حکومت په جوړولو کې له ده سره یوځای شي.

د پارلمان د څوارلسو څوکيو پايلې چې ټولې يې د بلوچستان له پراخې او ګڼ مېشتې صوبې سره دي، تر اوسه نه دي اعلان شوي، خو ښاغلي خان او نواز شريف دواړه وايي چې د دې ټاکنو ګټونکي دي.

په داسې حال کې چې هېواد لا هم د پنجشنبې د ورځې ټاکنو وروستیو پایلو ته په تمه دی، په هېواد کې د کړکېچ او بې باورۍ فضا خپره شوې ده.

د پنجاب ایالت په تالاګنګ ښار کې پولیسو د هغو خلکو د خورولو لپاره اوښلن ګاز وکاراوه چې د ټاکنو د وروستیو پایلو په اعلان کې د ځنډ پر ضد یې مظاهره کوله. ویل کېږي چې د رایو پایلې به د یکشنبې په سهار اعلان شي.

دغه راز له دې وړاندې د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې دنامعلومو کسانو دډزو له امله پخوانی استازی او د ملي ډيموکراتیک ګوند نوماند محسن دوړ هم ژوبل شوى او روغتون ته رسول شوى دی.

ظاهراً دا ډزې د هغه د پلویانو د غونډې پر مهال شوې چې د ټاکنو د پایلو د ځنډېدو په اعتراض کې یې مظاهرې کولې.

چا ډېرې رایې ترلاسه کړې؟

د راپورونو له مخې، تر اوسه شاوخوا سل ګټونکي نوماندان خپلواک دي او "له اتو پرته ټول" د عمران خان د ګوند ملاتړ لري.

عمران خان د مصنوعي ځیرکتیا په مټ جوړه شوې ویډیو کې په ملي ټاکنو کې د خپلو پلویانو د بریا ادعا کړې او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې ویې لمانځي.

عمران خان دا مهال د "دولتي رازونو افشا کولو، مالي فساد او غیرقانوني واده" په تور زنداني دی او د هغه تحریک انصاف ګوند په انتخاباتو کې له ګډون څخه منع شوی دی.

عمران خان ویلي چې دا ټول تورونه د سیاسي انګیزو له مخې لګول شوي دي.

د تحریک انصاف مشر ګوهر علي خان نن (شنبه) وویل چې دا ګوند به د حکومت جوړولو هڅه وکړي او که د انتخاباتو بشپړې نتیجې ژر اعلان نه شي نو د یکشنبې له ورځې به خپل احتجاج پیل کړي.

د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ ګوند ۷۱ څوکۍ وګټلې او نواز شریف اعتراف وکړ چې دومره رایې نه لري چې په خپل سر حکومت جوړ کړي.

د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو د زوی بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د "پاکستان پیپلز" ګوند ۵۳ څوکۍ وګټلې.

ویل شوي چې دغه ګوند به د هغو ګوندونو په منځ کې وي چې له نواز شریف سره به خبرې اترې وکړي.

"یو ځواکمن پوځ چې نور مهم رول نه لوبوي"

د دغو ټاکنو د ترسره کېدو څرنګوالی په هېواد کې دننه او بهر له نیوکو سره مخ شوی دی.

د جمعې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا او اروپايي ټولنې د پاکستان د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کامېرون وویل "جدي اندېښنې" شته چې د ټاکنو "د عادلانه او ټول شمولیت د نشتوالي" په اړه پوښتنې راپورته کوي.

خو پاکستاني چارواکو دا انتقادونه رد کړل او د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له ټولو خواوو وغوښتل چې "سیاسي بلوغ او یووالی" وښيي او وویل چې د قطبي کولو سیاست "د ۲۵۰ میلیون نفوس لرونکي هېواد لپاره مناسب نه دی. "

خو د ډېرو شنونکو په اند، د دې ټاکنو پايلو څرګنده کړه، چې د پاکستان د پوځ جنرالان، چې له لسيزو راهيسې يې پر دغه هېواد واکمني کوله، اوس په سياسي وضعيت ډېر کم کنټرول لري.

په دې ټاکنو کې د نواز شریف ګوند چې د پوځ له ملاتړه برخمن نوماند ښکاري، د مطلوبو رایو اکثریت تر لاسه نه کړ.