د افغانستان سرپرست حکومت ستري محکمې اعلان کړی چي ایران غواړي ۱۵۰۰ افغان بندیان د حکومت ادارې ته تسلیم کړي. د سرپرست حکومت قضايي هیئت له ایران څخه، د تورنو افغانانو د اعدام د سزا د عملي کولو پرځای د یوې بدیلې لاري غوښتونکی سوی دی.
د سرپرست حکومت ادارې یو قضايي هیئت د جمعې په ورځ ( ۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۱۷) تهران ته سفر کړی دی، ترڅو د افغان زندانیانو او په اعدام محکومو افغانانو د ورسپارلو په هکله د ایران له قضايي چارواکو سره خبري وکړي.
د سرپرست حکومت ادارې سترې محکمې د یکشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره ویلي دي چي د سترې محکمې مرستیال، شیخ عبدالمالک حقاني له خپل پلاوي سره، د ایران د قضايي قوې د نړیوالو چارو له مرستیال کاظم غریب آبادي، سره د افغان زندانیانو او په اعدام محکومو زندانیانو سره د ایران د نرمښت په هکله لیدنه کتنه او خبري کړي دي.
سربیره پردې، تهران ته د سرپرست حکومت ادارې اعزام سوي قضايي هیئت، ددغې ډلې له ادارې سره د افغان زنداناینو په ځانگړي توگه په اعدام محکومو زندانیانو د نوملړ د شریکولو غوښتنه کړې ده.
په دغه خبر پاڼه کي راغلي دي، چي د سرپرست حکومت ادارې مرستیال شیخ عبدالمالک حقاني، د ایران له قضايي چارواکو څخه د نرمښت ډکې کړنلاري او د محکومو افغانانو د اعدام د پلي کولو پرځای د بدیلو لارو چارو د موندلو غوښتنه کړې ده.
که څه هم ایراني چارواکو، سرپرست حکومت ته د افغان زندانیانو د ورسپارلو په هکله تر اوسه پوري څه نه دي ویلي، خو د سرپرست حکومت ادارې د ستري محکمې په دغه خبرپاڼه کي راغلي دي چي کاظم غریب آبادي په دغه لیدنه کتنه کي، افغانستان ته د ۱۵۰۰ افغان زندانیانو د ژر تر ژره استولو په هکله خبر ورکړی دی.
دغه لیدنه کتنه په داسي وخت کي کیږي چي له ایران څخه د افغان مهاجرو اخراج مخ پر زیاتیدو دی او په ټولنیزو رسنیو کي له افغان مهاجرو سره د ایراني پولیسو د ناوړه چلند په هکله رپوټونه لاس پر لاس کیږي.
په دغه خبرپاڼه کي راغلي دي چي د سرپرست حکومت د ستري محکمې مرستیال، په ایران کي د افغان مهاجرو له پاره، د مناسبو شرایطو د برابرولو غوښتنه وکړه، په ځانګړې توګه د زده کړې او کار په برخو کې، او همدارنګه یې د دوی د ځورونې مخنیوي او د محکمې له حکم پرته پر نه توقیف کیدو ټینګار وکړ.
تر اوسه پوري په دقیقه توگه روښانه نه ده چي څومره افغانان په ایران کي بندیان دي. د رپوټونو له مخي، ډېر دغه افغانان د اقامې نه لرلو، مخدره موادو د قاچاق او نورو جرمونو په تور بندیان سوي دي.
په اعدام باندي محکوم افغانانو اعدامونه هم ډیر سوي دي. دایران د بشري حقونو سازمان د ۲۰۲۴م کال په اگست مياشت کي په یوه رپوټ کي اعلان وکړ، چي د همدغه کال په لومړیو اوو میاشتو کي ۲۰ افغانان په ایران کي اعدام سوي دي.