د پنجاب ایالتي اسمبلۍ کې ټاکنې؛ مريم نواز د پاکستان تارېخ کې لومړۍ ښځينه اعلی وزيره وټاکل شوه

د پاکستان پخواني لومړي وزير نواز شريف لور د دغه هېواد له ټولو د لوی ايالت پنجاب اعلی یا مشره وزيره ټاکل شوې ده.

هغه پاکستان تاريخ کې لومړۍ ښځينه سياستواله شوه چې پر دې څوکۍ ټاکل کېږي.

د پنجاب اعلی وزارت لپاره نن (دوشنبه د فبرورۍ ۲۶مه) ايالتي اسمبلۍ کې ټاکنې وشوې، چې مریم په کې له ۳۲۹ څخه ۲۲۰ رایې ترلاسه کړې.

هغه د مسلم ليګ نون ګوند لخوا دې څوکۍ ته نومول شوې وه.

د هغې سیالۍ ته د سني اتحاد کونسل تر سيوري لاندې پاکستان تحريک انصاف 'رانا افتاب احمد خان' دې څوکۍ ته درولی و.

د دغه اېتلاف غړو د دوشنبې ورځې په ټاکنو کې برخه وانخیسته. د دوې وينا وه چې دا اسمبلۍ تر دې دمه نېمګړې ده او هغې چې ټول غړي نه وي ټاکل شوي، د اعلی وزارت ټاکنې دې نه کېږي.

دوې تر رای اچونې وړاندې غوښتل چې پر دې موضوع خبرې وشي، خو د ایالتي اسمبلۍ د مشر لخوا د اجازې نه ورکول کېدو په اعتراض کې یې له ټاکنو سره پرېکون وکړ.

د تحريک انصاف د غړو اشاره د مېرمنو او لږکيو ځينو پاتې څوکيو ته وه، چې د ټاکنو کمېسيون یې تر دې دمه په اړه پرېکړه نه ده کړې چې کوم سياسي ګوند ته يې ورکړي.

د قانون له مخې د مېرمنو او لږکيو څوکۍ پر هغو ګوندونو وېشل کيږي چې اسمبلۍ ته يې غړي ټاکل شوي وي.

د پاکستان په تېرو ټولټاکنو کې پر تحريک انصاف د بنديز له کبله د دغه ګوند غړو په خپلواکه توګه ټاکنو کې برخه اخستې وه. دوی وروسته په مرکزي او ايالتي اسمبليو کې د مېرمنو او لږکيو د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره له سني اتحاد کونسل سره اېتلاف کړی.

خو د ټاکنو کمېسیون تر دې دمه د دغو څوکيو په اړه پرېکړه نه ده کړې چې ایا دغه ګوند ته به يې ورکوي که څنګه.

د پخواني لومړي وزیر عمران خان تحریک انصاف ګوند په تېرو ټاکنو کې د پراخې درغلۍ تورونه هم لګولي دي.

د دغه ګوند نوماندان وايي، ولس دوی ته رایه ورکړې، خو واک په درغلۍ سره مسلم ليګ نون ته ورکړل شوی دی.

د اعلی وزارت ټاکنو د بايکاټ له وجې د سني اتحاد کونسل يو غړي هم رایه نه ده کارولې او مريم نواز په اسانۍ دغه څوکۍ ترلاسه کړې ده.

اسمبلۍ ته لومړۍ وینا:

د اعلی وزيرې په توګه له ټاکل کېدو وروسته مريم نواز د پنجاب ایالتي اسمبلۍ ته په خپل لومړي خطاب کې وويل چې د دې برې اصل کې د هېواد د هرې لور، خور او مور بری او دا چې د يوې مېرمنې مشري ټولو ښځو لپاره وياړ دی.

هغې وويل، پنجاب کې به یوازې د خپل مسلم ليګ نون د غړو مشري نه کوي بلکې هڅه به یې دا وي چې د ايالت چارې په غېر سياسي توګه له ټولو ګوندونو سره په شريکه په مخ یوسي.

مريم نواز وويل، د مخالفو ګوندونو د سختیو او ظلمونو له کبله پياوړې شوې او نن دې مقام ته رسېدلې ده.

د هغې اشاره خپل زنداني کېدو او پر محکمو ګرځېدو ته وه.

نوموړې وویل "هم دغو سختيو د دې جوګه کړم چې نن لومړۍ وزيره شوم."

هغې خپلو سیاسي مخالفانو ته وویل چې دا د غچ اخستو هېڅ هوډ نه لري او دا چې دوی بايد نن په ټاکنو کې برخه اخستې وای.

پنځوس کلنه مريم نواز د نواز شريف لور ده چې درې دورې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی دی.

په اوسنیو ټاکنو کې لومړي وزارت ته د مسلم لیګ نون ګوند له اړخه نوماند او د پنجاب مخکینی اعلی وزیر "شهباز شريف" د هغې تره دی.

مريم نواز ظاهرآ تر ۲۰۱۱ پورې په عملي توګه له سياست ګوښې وه خو دغو کلونو کې چې مسلم لیګ ن د تحريک انصاف د خواله رسنیو د څانګې مقابلې لپاره ټولنيزو رسنيو ته مخه کړه، نو د دې څانګې ډېرې چارې به مريم نواز سمبالولې.

تر ۲۰۱۷ پورې د هغې سياست هم تر همدغو خواله رسنیو پورې محدود و خو په دغه کال یې د مالي فساد په تور له لومړي وزارته د پلار له ليرې کېدو سره په بشپړه توګه سياست ته مخه کړه او په ولسې غونډو کې يې ويناګانې پېل کړې.

په دغو ورځو کې به د مريم نواز وېناګانې تر ډېره د اسټېبلشمنټ پر ضد وې ځکه د دوې په وینا پوځ د نواز شريف په څنډې ته کولو کې لاس درلود.

په کال ۲۰۱۸ د عمران خان حکومت کې مريم نواز د ايون فيلډ په نوم د مالي فساد قضیه کې تورنه کړل شوه او د احتساب عدالت لخوا نه يوازې دا چې پر اووه کلن بند محکومه شوه بلکې د لسو کلونو لپاره پرې د سياست نه کولو بنديز هم ولګول شو.

په ۲۰۲۲ کې له واکه د عمران خان له لېرې کېدو او د لومړي وزیر په توګه د شهباز شريف له ټاکل کېدو سره د مريم نواز دې سزا هم پای وموند.

هغه پاکستان کې د روان کال ټولټاکنو لپاره د مسلم لیګ ن د کمپاين چلولو او د ايالتي اسمبلۍ څوکۍ له ګټلو سره د هېواد لومړۍ ښځينه سياستواله شوه، چې د ايالتي اسمبلۍ اعلی وزيره ټاکل کېږي.