پاکستان کې تحریک انصاف ګوند محمود خان اڅکزی ولسمشرۍ ته نومولی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند په یوه کم ساري ګام چې پخوا یې په اړه څه نه و ویلي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند کړی دی.

د دغه ګوند او د پاکستان د ملي اسبملۍ پخواني مشر اسد قیصر ویلي "زمونږ ګوند محمود خان اڅکزی د صدارت څوکۍ ته نوماند کړی."

هغه د یو شمېر نورو مشرانو سره په ګډه د ښاغلي اڅکزي د نوماندۍ اسناد نن په اسلام اباد کې سترې محکمې ته هم سپارلي دي.

د محمود خان اڅکزي له نوماندولو وروسته ښاغلي قیصر له رسنیو سره خبرو کې وویل "د اڅکزي څخه د ملاتړ له لارې مونږ د بلوچستان خلکو ته دا پیغام رسولی چې بلوچستان زمونږه د وجود برخه ده او تاسې ټول زمونږ په زړونو کې ځای لری."

پاکستان کې د تېرې فبرورۍ میاشتې اتمې نیټې له ټاکنو وروسته د تحریک انصاف ګوند او محمود خان اڅکزي تر منځ څو ناستې وشوې خو تر ننه د هغه د کاندیداتورۍ په اړه څه نه و ویل شوي.

محمود خان اڅکزي د پاکستان نوي اسمبلۍ له پرانېستې وروسته پرونۍ غونډه کې د ولس رایو ته په اشارې داسې خبرې وکړې چې د تحریک انصاف ګوند يي ډېرې تکراروي.

هغه وویل ولس په تېرو ټاکنو کې په عمران خان باور کړی خو پاکستان کې د رایو خلاف بل حکومت جوړېدو ته کار ویل شوی.

نوموړي په سختو ټکو دا غوښتنه هم تکرار کړه چې پوځ او استخباراتي ادارې دې له سیاسته لاس واخلي.

د پاکستان پيپلز ګوند او مسلم لیګ ن ګوند له ځینو نورو وړو ګوندونو سره په ګډه اصف علي زرداري ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړی دی.

له دې مخکې د فبرورۍ له اتمې ټاکنو وروسته دواړه ګوندونه په ایتلافي حکومت سلا شوي و، داسې چې د لومړي وزارت څوکۍ ته به د مسلم لیګ ن ګوند د کاندید او ولسمشرۍ څوکۍ ته به د پيپلز ګوند له کاندیداتورۍ ملاتړ کوي.

د محمود خان اڅکزي او اصف علي زرداري تر څنګ خپلواک کاندیدان اصغر علي مبارک، وحید کمال او عبدالقدوس هم دغې څوکۍ ته نوماندان دي.

د پاکستان لومړي وزارت څوکۍ ته دغو دواړو ګوندونو شهباز شریف غوره کړی دی، تحریک انصاف ګوند بیا عمر ایوب لومړي وزارت ته نومولی دی.

اصف زرداري که بیا د رایو اکثریت ګټي دا به د هغه ولسمشرۍ مقام ته د رسېدو دویم ځل وي.

د ولسمشرۍ او لومړي وزارت څوکۍ لپاره ټاکنې کله کېږي؟

د پاکستان د ټاکنو کمېسیون لخوا په اعلان شوي مهالوېش کې راغلي چې د د لومړي وزارت څوکۍ لپاره به د کاندیدانو تر منځ سیالي د یکشنبې په ورځ (ماریچ درېیمه) کېږي.

پاکستان کې لومړی وزیر د ملي اسمبلۍ د غړو لخوا د رایو په اکثریت ټاکل کېږي.

د ولسمشر ټاکلو لپاره بیا د مارچ د نهمې نیټې اعلان شوی دی.

د ولسمشر او لومړي وزارت څوکۍ ته د نوماندانو د کاندیداتورۍ نن اخري ورځ وه.

پاکستان کې به د اصف زرداري او یا محموخان اڅکزي تر منځ یو د مارچ په نهمه نیټه د پارلمان او څلورو واړو ایالتي اسمبلیو کې د ټاکنو له لارې غوره کېږي.

په پام کې ده چې ټولو اسمبلیو کې په یوه وخت د سهار له لسو د مازدیګر تر څلورو بجو د رایو ورکولو بهیر تر سره شي.