پاکستان کې ضمني ټاکنې؛ د قومي او صوبابۍ اسمبلۍ ۲۲ څوکيو لپاره رايه اچوونه کېږي

د پاکستان د قومي او صوبايي اسمبلۍ د ۲۲ څوکيو لپاره د هېواد په څلورو صوبو کې ټاکنې ترسره کېږي.

په دغو ټاکنو کې د ۲۱ څوکيو لپاره ضمني ټاکنې او د يوې څوکۍ لپاره د سترې محکمې په حکم يو ځل بيا رای اچوونه کېږي.

د پاکستان د ټاکنو کمېسيون له مخې د قومۍ اسمبلۍ د پنځو څوکيو، د پنجاب اسمبلۍ کې د ۱۲، خيبرپښتونخوا او بلوچستان کې په دوو دوو څوکيو ضمني ټاکنې ترسره کېږي. په بلوچستان کې د سترې محکمې په امر په پي بي ۵۰ ټاکنيزه حوزه کې يو ځل بيا رايې اچوونه کېږي.

د راپورونو له مخې د رايو اچولو بهير د سهار اته بجې پيل شوی او د مازديګر تر پنځو بجو به پرته له وقفې دوام وکړي.

په پنجاب او بلوچستان ايالتونو کې د ټاکنو له امله انټرنېټ او موبايل خدمتونه د لنډ مهال لپاره ځنډول شوې دي.

د شبنې په ورځ د پاکستان د مخابراتو ادارې په يوه بيان کې وويل، "په شفاف او بې پرې توګه د ټاکنو ترسره کېدو لپاره يې د ټيليفوني خدمتونو د بندولو پرېکړه کړې ده."

په هغو سيمو کې چې ټاکنې ترسره کېږی د امنيت په موخه پوځ هم ګومارل شوی دی.

د خيبرپښتونخوا اوسنی اعلی وزير علي امين ګنډاپور چې د ډېره اسماعيل خان له اېن اې ۴۴ کامياب شوی و، دغه څوکۍ پرېښوده او د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د څوکۍ په ساتلو سره د دغه ايالت اعلی وزير شو.

بل پلو د پنجاب اعلی وزيرې مريم نواز هم د لاهور له اېن اې ۱۱۹ څخه بريالۍ شوې وه خو د صوبايي څوکۍ په غوره کولو سره د پنجاب اعلی وزيره شوه.

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د قومي اسمبلۍ او صوبايۍ اسمبلۍ دوې دوې څوکۍ ګټلې وې. په همدې ډول د دغه هېواد د پيپلز ګوند مشرانو بلاول بوټو زرداري او اصف علي زرداري هم له يوې زياتې څوکۍ خپلې کړې وه.

په پاکستان کې د تېرې فبرورۍ له ټولټاکنو وروسته په خيبرپښتونخوا کې د تحريک انصاف ملاتړي ازاد کانديدان مخکې وو او په دې صوبه کې يې له سنی اتحاد کونسل ګوند سره يو ځای حکومت جوړ کړ.

په پنجاب کې بيا مسلم ليګ ن له پيپلز سره ګډ جکومت تشکيل کړ. په سند کې پيپلز ګوند د اکثريت په ترلاسه کولو د حکومت جوړولو جوګه شول.