مکسیکو کې کلوډیا شینباوم د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په توګه وټاکل شوه

د مکسیکو په ټاکنو کې په تاریخي پرېکنده بریا یوه ښځه د لومړي ځل لپاره د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه.

د مکسیکو د انتخاباتو چارواکي وايي، د مکسیکو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د رایو بیا شمېرنه ښيي چې مېرمن شینباوم له ۵۸ تر ۶۰ سلنې رایو سره د ولسمشرۍ انتخابات ګټلي دي.

۶۱ کلنه ساینسپوهه شینباوم د مکسیکو ښار پخوانۍ ښارواله ده چې د پخواني ولسمشر اندریس مانویل لوپیز اوبراډور ملاتړ ورسره دی.

کلوډیا شینباوم د خپلې اصلي سیالې پرتله په سلو کې ۳۰ رایې مخکې ده.

د مکسیکو ولسمشرۍ ته بلې ښځې نوماندې سچیل ګالویز او د هغې مخالف، چې محافظه کاره سوداګر دی، له خپلو پلویانو وغوښتل چې د ټاکنو د بشپړو پایلو اعلان ته انتظار وباسي.

دواړو ژمنه کړې چې په دې هېواد کې به – چې په نړۍ کې د ښځو د وژنې تر ټولو لوړه کچه لري، د ښځو ژوند ښه کولو ته کار وکړي.

په مکسیکو کې، هغه ټاکنې چې اغلې شینباوم یې د اغلې ګالویز په وړاندې ودروله، په دې هېواد کې د ښځو لپاره د "بدلون د سمندر" په نامه یادېږي.

هغې مخکې په خپلو رسنیزو مرکو کې ویلي وو: "مکسیکو له کلونو راهیسې د ماچستا (نرواکي) هېواد په توګه پېژندل شوی دی. په هر صورت، دا حقیقت چې ډېری ښځې اوس په مکسیکو حکومت کوي د پام وړ بدلون استازیتوب کوي."

په دې توګه، اغلې شینباوم به د اکتوبر په لومړۍ نېټه د اندریس مانویل لوپیز اوبراډور ځایناستې شي.

د هغې پلویانو د مکسیکو ښار په مرکزي چوک زوکالو کې د هغې بریا ولمانځله او بینرونه یې لېږدول چې "کلوډیا شینباوم، ولسمشره" پرې لیکل شوي وو.

د ولسمشرۍ لپاره له نوماندېدو د مخه، مېرمن شینباوم د مکسیکو ښار ښارواله وه، چې په هیواد کې یو له خورا اغېزناکو سیاسي پوستونو و او د هغې د ولسمشرۍ لپاره یې لاره هواره کړه.

د عکس تشریح،په ۲۰۱۸ کې، هغه د مکسیکو ښار لومړۍ ښځینه ښارواله وټاکل شوه او تر ۲۰۲۳ (د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدا تر وخته) یې دنده ترسره او بیا استعفا وکړه.

د اغلې شینباوم نیکه او نیا یهودان وو او له نازیانو په تېښته له بلغاریا مکسیکو ته کډوال شوي وو.

سیاست ته د ننوتلو دمخه، هغې د ساینسپوهې په توګه خورا ښه دنده درلوده.

د هغې مور او پلار دواړه ساینسپوهان وو او اغلې شینباوم د انرژي انجینرۍ کې د دوکتورا ترلاسه کولو دمخه فزیک لوستی.

هغې ډېر کلونه په کالیفورنیا کې په یوه مشهور څېړنیز لابراتوار کې تېر کړل چې په مکسیکو کې د انرژي مصرف نمونې مطالعه کړي او د اقلیم د بدلون متخصصه شوه.

دا تجربه او د هغه د زدکړې فعالیت په پای کې کله چې اندریس مانویل لوپیز اوبراډور د پلازمېنې ښاروال و، شینباوم د مکسیکو ښار د چاپېریال مدیره شوه.

په ۲۰۱۸ کې، هغه د مکسیکو ښار لومړۍ ښځینه ښارواله وټاکل شوه او تر ۲۰۲۳ (د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدا تر وخته) یې دنده ترسره او بیا استعفا وکړه.